دپښتوپه باب څولنډي خبري

          پښتودپښتنوژبه ده اوپښتانه په افغانستان ،دپاکستان په صوبه سرحد ، بلوچستان ، کراچي ( سند ) ، اودهندپه ځينوايالتوکي ميشته دي . دنفوسواټکل سوی شمېر يې دپنځه ويشتوميليونوپه شاوخواکي ښوول سوی دئ . په افغانستان کي دپښتنوشمېردنسبتا موثقومنابعوله مخي له ژبني پلوه په سلو کي دوپنځوس اعشاريه نهه اوپه اتنيکي لحاظ په سلوکي دشپېتو او پنځه شپېتو ترمنځ اټکل سوی دئ . پښتوژبه يې پخوادژبوپه سامي ګروپ  پوري تړله اوددې نظريې تاداوپرهغه تيوري وﻻړ و ، چي پښتانه يې بني اسراييلو ته منسوبول . دپښتنودبني اسراييليت نظريه په يوولسمه هجري پېړۍ کي دهروي نعمت الله نورزي په مخزن افغاني نومي کتاب کي په مشرحه توګه ثبت سوې وه اودهغې له مخي بيا نورو ډېرو افغاني اوغيرافغاني محققينو اخيستې  اوپه مستشرقينوکي يې هم پلويان موندلي وه . دنونسمي پېړۍ په سرکي دپښتنواوپښتوداصل اوريښې مسئلې ته داروپايي څېړونکوپام واوښت . ځينوته دپښتنودبني اسراييليت نظرسم ښکاره سو اوځينوته بيا داتيوري يوه غيرمستنده اوبېبنياده نظريه وايسېدله او پښتانه يې اريايان وبلل . سرويليام جونز ، الکساندربرنس، ويليام مورکرافټ ، چارلس مېسن ، جورج هنري روز ، والټر بيليو، اوهنري جورج راورټي دپښتنودبني اسراييليت دتيورۍ پلويان اوپه مقابل کي بيا منسټوارټ الفنسټن ، جان مالکم ،برنارډ ډورن او ډارمستتر دپښتنو دارياييت ملاتړي دي . هغوچي پښتانه بني اسراييل ګڼل ، هغوی پښتو دعربي اوعبري په شان يوه سامي ژبه بلله . خودپښتنوداريايي توب دتيورۍ پلويانوپښتو دهندواروپايي ژبوله کورنۍ سره وتړله  . اوس کورني او بهرني محققين د معاصروتاريخي اوژبنيوسانټفيکو تحقيقاتوپربنسټ اتفاق ته په نزدې اکثريت سره پښتو د هندو اروپايي ژبو د آريانۍڅانګي په شمال ختيزه ډله کي شامله بولي او ددغوژبوپه منځني دور کي يې له اوستا اوساکه ژبو سره خپلوي ثابته ګڼي . دهمدې څيړنوتراغېزې ﻻندي په بريتانيکا دايره المعارف ( اتلسم ټوک ـــ ٧٨٣ مخ ) کي لولو ، چي پښتودافغانانو ( پښتنو ) ژبه ده اوپه ختيځه ايرانۍ ، چي مراديې اريانۍ ده ، ډله اړه لري . په زند او اوستاکي يې لرغوني شکلونه موندل کېدﻻی سي .دناروې فقيد ختيځ پوه ګيورګ مارګنسترنې ( ١٨٩٢ ـــ ١٩٧٨ ع )  دپښتوژبي دهندواروپاييت اوپه هغه کي بيا له شمال ختيځي اريانۍ څانګي سره دهغې تړاو مني ، خوله اوستاسره دمورني اشتراک پرځای هغه ساکي ژبه بولي . دپښتوژبو اولسونو لرغوني مرکزونه  غور ، بلخ اودکسي غره شاوخوا بلل سوي دي .

    په غرنيوسيموکي دپښتنو استوګني ، يوله بل سره داجتماعي اواقتصادي اړيکو کمزورۍ اونورو تاريخي و ژبنيوعواملو په پښتوژبه کي دلهجوشمېر زيات کړی دئ . خوپه مجموع کي پښتودوې عمده لهجې لري ،چي يوه يې نرمه يا لويديځه لهجه اودوهمه يې سخته يا ختيځه لهجه ده . ددغو دوو لهجو عمده توپيرونه د ( ښ ، ږ ) دږغونو په ويلواوديوشمېر واولونوپه کارولوکي دي .

      لکه پښتنوته چي غيرپښتانه (( افغانان )) وايي ، دغه راز پښتوته هم غيرپښتانه (( افغاني )) وايي . دافغان کلمې ليکلې تاريخي سابقه دغزنوي دورې دادبي آثاروپه حواله تر زروکالو اوړي اودافغانستان دنوم ثبت سوې بڼه دتاريخنامۀ هرات ( تاليف ٧١٨ يا ٧٢١ هـ ق )په حواله اووسووکالوته رسېږي . د هندپه لويه وچه کي پښتنوته(( پټهان )) وايي ، چي د محققينوپه نظر دپښتانه کلمې هندي سوې بڼه ده .  

 ( ١ )

      پښتوالفبې له عربي توروڅخه جوړه سوې ده ، چي دږغونو ( فونيمونو )شمېر يې څلوېښتو ته رسيږي . په دې کي اته ږغه ( ټ ، ډ ، ړ ،ږ ،ځ ،څ ، ښ ،ڼ ) دپښتو خپل ځانګړي فونيمونه دي . داچي تردې الفبې دمخه به په پښتوپه کوموتوروليکله کېدله ، زموږسره دقيق معلومات نسته  خودځينوسکو ، لوښو اوکتيبو له مخي چي دپښتونخواپه بېلابېلوبرخوکي موندل سوي دي ، داسي ګومان کيږي ، چي (( يووخت به دپښتوليک خروشتي و )) .البته ترننه پوري په دغوموندل سوو سکو ، خاورينواوډبرينولوښو ، اوکتيبوکي داسي يوه  نسته ، چي دعلماوو په نظر دي پرهغه دپښتو حکم سوی وي اوترڅوچي تراسلامي دورې مخکي د پښتو کومه ليکلې بڼه ﻻس ته نه وي راغلې ، ګرانه ده ، چي دپښتودلرغوني الفبې په باب دي وروستۍ فيصله وسي . دپښتوداوسنۍ الفبې په باب عام روايت داسي دئ ، چي دااوسنۍ بڼه يې دسلطان محمودغزنوي په زمانه کي دده دوزير خواجه حسن ميوندي په حکم دقاضي سيف الله په زياراوکوښښ تراصلاح اوسمون وروسته باب سوه . خودپښتنومبارز روحاني او سياسي زعيم بايزيد روښان ( ٩٣١ ـــ ٩٨٠ هـ ق ) بيا  پر عربي الفبې باندي دپښتوتوروزياتول دخپل ځان کارنامه بولي . په هرصورت په پښتوالفبې کي دروښان پيربايزيداورمړ، داخونددروېزه ننګرهاري ( ٩٣٩ ـــ ١٠٤٨ هـ ق ) ، دخوشحال خان خټک ( ١٠٢٢ ـــ ١١٠٠ هـ ق) اوبيا په معاصرينوکي دوزيرمحمدګل خان مومند ، خان عبدالصمدخان اوقلندرمومند له خوا يولړبدلونونه راغلي دي خوپه دې ټولوکي يې هغه شکل منل سوی اوعام سوی دئ ، چي دکابل پښتو ټولني په نوښت دافغانستان اوپښتونخواپوهانو تر ګډو غونډواوفيصلو وروسته تاييد کړی دئ او زموږ دپښتنومعاصر ي ليکني له ځينوجزئي بدلونونوسره په همداالفبې ليکلي کېږي .

        دپښتو ژبي شفاهي ادبيات ډېرغني اولرغوني دي . په هغوکي لنډۍ لومړی مقام لري . نورشکلونه يې نارې ، غاړي ، سروکي ، کاکړۍ ، فالونه ، دښادۍ سندري ، ساندي ، دميندو سندري ، نکلونه ، متلونه ، لنډي افسانې ،دکوچنيانوسندري اونور راتلای سي .

     دکتبي ادبياتو په باب دپټي خزانې دروايت له مخي دپښتوادب شعري بېلګې دوهمي هجري پېړۍ ته رسېږي . خودپښتونثر موجوداسناداته سوه کلنه سابقه لري اومعلوم پيل يې دسليمان ماکوله تذکره الاولياء رانښلي . دغه کتاب د٦١٢ هـ ق ( ١٢١٥ ع )ليکنه ده . تردې وروسته نوبيا ترروښاني عصروروسته يعني ترلسمي هجري پېړۍ راپه دېخوا دپښتوکتبي ادبيات په يوه تسلسل کي ترننه رارسېدلي دي . د پښتوادبياتوترټولو ځلانده دوره دخوشال خان خټک اودهغه دزامنواولمسودوره ده . اوهغه دچاخبره که له پښتوڅخه لنډۍ اوخوشال خان خټک وايستل سي ، يوه بې سره تنه به ځني جوړه سي .

         اوس دپښتوادب په فرهنګي حوزو کي کابل ، کندهار ، ګندهارا( دننګرهاراوپيښورسيمه ) او کويټه ( بلوچستان ) فعالي حوزې دي اوپه ګڼ شمير اديبان ، شاعران اوليکوال يې دنړۍ له فرهنګي بهير سره ملګري کړي دي .

 

 

 

( ٢ )